د خېبرپښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ کې د کرکټ میدان کې چاودنه شوې چې له امله یو تن مړ او یو بل ټپي دی.
د خېبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ د کوهسار سیمه کې تېره ورځ شنبه د سپټمبر ۶مه د کرکټ په میدان کې چاودنه شوې چې یو تن مړ او یو بل ټپي دی.
د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دا چاودنه تېره ورځ مازیګر ناوخته د خار تحصیل د بايي چینې په «کوثر کرکټ» لوبغالي کې د یوه ځای پرځای کړل شوي ماین د چاودنې له امله شوې ده.
د سرچینې په وینا تر اوسه په دې پېښه کې د اوښتې مرګژوبله پوره جزییات په نشته، خو ښايي د اوښتو تلفاتو تر دې لوړ شي.
باید وویل چي تر اوسه پورې ددې پيښې مسوولیت هم کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
په ټولنیزو رسنیو کې په د خپاره شویو انځورونو کې ښکاري چې د کرکټ په یوه میدان کې دننه لوګي پورته کېږي او د خلکو ګڼهګوڼه ده.