ده افغانستان ژورنال

کوېته ښار کې د ځانمرګي برید له امله ۱۷ تنه وژل شوي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړي، په کوېته ښار کې د ځانمرکي برید له امله ۱۷ تنه وژل شوي او ۳۶ تنه نور دي.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د بلوچو د یو ځايي مشر د تلین نمانځلو مراسم ترسره کېدل.

سرچینو زیاته کړي چې یادو مراسمو کې د بلوچو سیاسي ګوند مشر اختر منګل او د خیبر پښتونخوا یو  بل سیاسي مشر محمود خان اچکزي شتون درلود، خو دوي ته پکې زیان نده رسېدلی.

دا پېښه ځانمرګی برید ښودل شوی او تر اوسه پړه یې کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم په پلوچستان کې چاودنه شوې وه چې له امله یې ۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *