د استرالیا د کرکټ ملي لوبډلې تکړه او چټک توپاچوونکي مېچل سټارک د شل اوریزو نړیوالو لوبو سره مخه ښه وکړه.
د استرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي مېچل سټارک تېره ورځ سهشنبه د سپټمبر ۲مه د شل اوریزو نړیوالو لوبو سره خپله مخه ښه اعلان کړه.
سټارک به له تست او پنځوس اوریزو لوبو کې خپل لوبیز ژوند ته دوام ورکړي.
۳۵ کلن چپ لاسي توپ اچوونګي مېچل سټارک د شل اووره سیالیو کې په ۶۵ لوبو کې ۷۹ ویکټې ترلاسه کړي او د استرالیا ملي لوبډلې لپاره په توپ اچوونکو کې دویم ځای لري.
د کارپوهانو په اند، د سټارک دغه پریکړه ښایي د نوموړي د لوبیز ژوند د دوامداره ساتنې او د ملي لوبډلې خدمت کولو لپاره وي.