ده افغانستان ژورنال

د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلې نن بیا سره مخ کیږي

د روانو درې‌اړخیزو سیالیو په لړ کې به افغان لوبډله نن په خپلې درېیمې لوبې کې یو ځل بیا د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تېره دوشنبه شپه د سپټمبر لومړۍ نېټه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبه کې د لوبډلمشر راشد خان او شرف الدین اشرف د غوره توپ اچونې پرمټ د ۳۸ منډو په توپیر سره بریا خپله کړه.

دا په روانه لوبلړۍ کې د افغان اتلانو لومړۍ بریا ده او نن ماښام سه‌شنبه د سپټمبر ۲مه به د خپلې درېیمې لوبې په موخه د پاکستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

له دې سره افغانستان ته بل ویاړ دا دی، چې لوبډلمشر راشد خان تېره شپه په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې تر ټولو زیاتې ویکټې ترلاسه کړې.

خان نوموړي په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ۱۶۵ ویکټې بشپړې او د نیوزیلنډ د تکړه توپ‌ اچوونکي ټېم ساوتي د ۱۶۴ ویکټو ریکارډ یې مات کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *