افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبه کې د لوبډلمشر راشد خان او شرف الدین اشرف د غوره توپ اچونې پرمټ د ۳۸ منډو په توپیر سره بریا خپله کړه.
دا په روانه لوبلړۍ کې د افغان اتلانو لومړۍ بریا ده او نن ماښام سهشنبه د سپټمبر ۲مه به د خپلې درېیمې لوبې په موخه د پاکستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د تېرې شپې په لوبه کې چپ لاسي ورو توپ اچوونکي شرفالدین اشرف د متحده عربي اماراتو لوبدلې پر وړاندې لوبه کې غوره توپ اچونه وکړه او د ۲۴ منډو په بدل کې یې درې مهمې ویکټې ترلاسه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
له دې سره افغانستان ته بل ویاړ دا دی، چې لوبډلمشر راشد خان په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې تر ټولو زیاتې ویکټې ترلاسه کړې.
خان نوموړي په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ۱۶۵ ویکټې بشپړې او د نیوزیلنډ د تکړه توپ اچوونکي ټېم ساوتي د ۱۶۴ ویکټو ریکارډ یې مات کړ.