کرکت بورد په خپله پانه لیکلي، افغان اتلان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د خپلې لوبې ټول فیسونه د کونړ ولایت زلزله ځپلو خلکو ته ځانګړې کړي دي.
د کرکت بورد پانې زیاته کړې، د عاجل اقدام په توګه نورې انفرادي مرستې، چې تر لسګونو زرو ډالرو پورې رسېږي د یاد ولایت زلزله ځپلو خلکو ځانګړي کړي دي.
د ملي لوبډلې سربېره هغه افغان لوبغاړي چې د زونونو په کچه په لېست اې سیالو کې چې په خوست ولایت کې روانې دي سبا به خپلې مرستې راټولې کړي.
چې دا مرستې به په عاجله توګه سبا کونړ ولایت ته ورسېږي.
د یادولو ده چې له دې وړاندې د ځینو نورو ولایتونو لخوا هم د کونړ ولایت زلزله ځپلو خلکو ته مرستې شوې او مرستندویه ډلې ورغلي دي.