د افغانستان ملي لوبډله به د درېاړخیزو لوبلړۍ په خپله دویمه لوبه کې د متحده عربی امارتو لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
افغانستان به له متحده عربی امارتو سره راتلونکې دوشنبه د وږي ۱۰ مه لوبه ترسره کړي چې له دې وړاندې دې دواړو لوبډلو ۱۲ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي چې ۹ یې افغانستان او ۳ یې اماراتو ګټلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د پاکستان ملي لوبډلې ته د ۳۹ منډو په توپیر بایللې وه.
د یادولو ده چې متحده عربي امارتو هم تېره شپه خپله لوبه د پاکستان ملي لوبډلې ته د ۳۱ منډو په توپیر وبایلله.