په کانګو هېواد کې د کالاندو د مس په يو کان کې تېره شنبه د لړم ۲۴ مه د پل د نړېدو له امله لږترلږه ۳۲ تنه مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
راپورونو وایي ښایي د مړو شویو شمېر لا زیات شي ځکه یو شمېر کارګر اوس هم ورک دي او پلټنې روانې دي.
د راپورونو له مخې د ۲۰ تنو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
راپورونو کې راغلي، له پېښې وړاندې پولیسو د ګواښ ډزې کړې وې چې په کارګرو کې د ډار لامل شوی او په پل د کارګر د ډېرښت له امله پل نړېدلی دی.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د سختو اورښتونو او د ځمکښودنې ګواښ سره سره د کان کارکوونکي یاد کان ته ننوتلي وو.