ترکي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد او د ګرجستان (اذربایجان) په سرحد کې د یوه بار وړونکې الوتکې د پرځېدو له امله یې ۲۰ پوځیان مړه شوي دي.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت تېره ورځ ناوخته وویل چې د سي ۱۳۰ بار وړونکې یوه پوځي الوتکه د ګرجستان ـ اذربایجان سرحد ته څېرمه لوېدلې ده.
دغه وزارت زیاته کړې چې دې الوتکې د اذربایجان جمهوریت څخه ترکیې ته الوتنه درلوده چې په سرحد کې خورځېدلې ده، او په اړه یې پلټنې روانې دي.
له دې سره ا.ا او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې دولت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.