نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې فیلیپین کې د توپان له امله دوه کسان مړه او څه باندې یو میلیون خلک بېځایه شوي دي.
ګارډین ورځپاڼې نن دوشنبه د نومبر ۱۰مه د فیلیپین د چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې فلیپین کې دغه توپان د ناڅاپي سېلابونو، د ځمکې ښویېدنې او سختو بادونو لامل هم شوی دی.
له دې سره د فیلیپین د طبیعي پېښو پر وړاندې د غبرګون ملي ادارې ویلي چې لا هم زیربناوو او کورونو ته د اوښتو زیانونو د ارزونې په حال کې او دوی تر اوسه د ۹۲ زره کورنیو د لنډمهالي استوګنې لپاره شاوخوا شپږ زره د تخلیې مرکزونه پرانیستل شوي دي.