د اتریش رسنیو ویلي، چې د یاد هېواد حکومت د نشهيي توکو د قاچاق په جرم یو افغان ایستلی او کابل ته یې لېږلی دی.
دا افغان وګړی چې په اتریش کې میشت و تېره ورځ یکشنبه، د لړم ۱۸مه له یاد هېواد څخه وېستل شوی او افغانستان ته لېږدول شوی دی.
د راپورونو له مخې ، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي، د ناقانونه مېشتو کسانو د اخراج بهیر به لا هم سخت او جدي تعقیب شي.
دغه افغان وګړي غوښتل په ویانا کې نشهیي توکي وپلوري خو د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې دا کس په مارچ میاشت کې تورن شوی وه او تېره ورځ د استانبول له لوري کابل ته لېږدول شوی دی.
د ا.ا د واکمنۍ راهېسې د اتریش له لوري افغانستان ته د ایستو دا دویمه پېښه ده.