ده افغانستان ژورنال

پایلوبه کې په لومړي ځل د هند او پاکستان مخامخ کېدل؛ ګټوونکې به کومه لوبډله وي؟  

ټاکل شوې چې نن یکشنبه د سپټمبر ۲۸مه د اسیا جام سیالیو پایلوبه د پاکستان او هند لوبډلو ترمنځ د دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

 د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالیو په لړ کې له دې وړاندې پاکستان او هند دوه ځله سره مخ شوي چې دواړه لوبې هند ګټلي دي.

د اسیاجام  سیالیو په ۴۱ کلن سفر کې په لومړي ځل پاکستان د هند لوبډلې پر وړاندې په پایلوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

د یاد جام سیالیو کې د هند ملي لوبډله تر دې دمه بې ماتې پاتې شوې خو بیا بلخوا د پاکستان ملي لوبډلې شپږ سیالۍ ترسره کړي چې ۴ لوبې یې د عمان، متحده عربي اماراتو،. سریلانکا او بنګله‌ دېش لوبډلو څخه ګټلي خو دوه ځله په یو جام کې له هند لوبډلې څخه یې  ماته منلې ده.

په ټوله کې  د پاکستان او هند ملي لوبډلې په شل اوریزو لوبو ۱۵ ځله سره مخ شوي چې هند ۱۱ او پاکستان ۳ لوبې ګټلي دي او یوه لوبه هم مساوي شوې وه.

یاد دوه هېوادونه چې له سیاست څخه پرته د کرکټ په ډګر کې هم سخت رقیبان دي خو د پاکستان لوبډله هرځل د خپلو مینوالو د تمې خلاف لوبه ترسره کوي چې وروسته له لوبې نیوکې هم په یادې لوبډلې ډېرې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *