ده افغانستان ژورنال

بریتانیا به نن فلسطین په رسمیت وپېژني

 بریتانیا هېواد به نن یکشنبه، د سپټامبر ۲۱مه د فلسطین په رسمیت پېژندو اعلان وکړي.

د بریتانیا لومړی وزیر کېیر سټارمر جولای میاشت کې ویلي وو چې د فلسطین دولت به په مشروط ډول په رسمیت وپېژني.

د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل به د بریتانیا په بهرني سیاست کې یو لوی بدلون وي.

همداراز پورتګال هېواد هم ويلي چې نن يکشنبې به د فلسطين دولت په رسميت وپېژني. د پورتګال د بهرنيو چارو وزارت دا اعلان د ملګرو ملتونو له عمومي اسمبلۍ مخکې کړې.

بریتانیا او پورتګال د جولای په مياشت کې د اسرائیلو له خوا د فلسطينيانو د سيمو نيولو او په غزه کې بشري کړکېچ ته په اشاره د فلسطين په رسميت پېژندلو اراده څرګنده کړې وه.

 چې د بریتانیا او پرتګال په ګډون ۱۰ هېوادونه به همدا اوونۍ  د عمومي اسمبلۍ څخه مخکې په رسمیت وپېژني.

د یادولو وړ ده چې د اسراییلو او فلسطین د جګړې څخه څه باندې دوه کاله تیریږي د فلسطین د صحت وزارت د خپرو شویو امارو له مخې تر اوسه له ۶۵ زرو څخه دېر فلسطیني وژل شوي او له ۱۶۴ زرو څخه دېر کسان ټپیان شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *