ده افغانستان ژورنال

د اسیا جام پنځمه لوبه کې بنګله‌دېش او سریلانکا سره مخامخ دي

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې نن بنګله‌دېش او سریلانکا لوبډلې نن شنبه  د ماښام په ۷ بجو د يو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

تر دې وړاندې بنګله‌دېش لوبډلې د هانګ کانګ ملي لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماته ورکړې وه.

د سریلانکا لوبډله به د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

د اسیا جام شل اوریزې سیالۍ چې د سپټامبر په ۹مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوي نن یې پنځمه لوبه ترسره کېږي او دا لوبې به د سپټامبر تر ۲۸ مه دوام لري.

په یادو سیالیو کې اته لوبډلې ګډون لري چې افغانستان هم یو له دغو اتو ګډون‌کوونکو هېوادونو له ډلې څخه دی.

تر دې دمه افغان لوبډلې یوازې یوه لوبه کړې چې د هانګ کانک لوبدله یې د ۹۴ منډو په توپیر ماته کړې وه.

د یادولو ده، د افغان لوبډلۍ راتلونکې سیالۍ به د سپټامبر په ۱۶مه له بنګله‌دېش لوبډلې سره وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *