د ۲۰۲۵ کال د هند ملي لوبډلې له کوربه متحده عربي اماراتو لوبډلې څخه په نهو ویکټو بریا خپله کړه.
د هند او متحده عربي اماراتو لوبډلې تېره شپه چهارشنبه د سپټمبر ۱۰مه د یو بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شوې، چې متحده عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې، د ۱۳.۱ اورونو په لوبو سره خپل ټول لوبغاړي یو په بل پسې له لاسه ورکړل او هندوستان لوبډلې ته ۵۸ منډې هدف وټاکه.
هند د کوربه لوبډلې دغه هدف د یوې ویکټې په زیان سره د ۴ اور په درېیم بال پوره کړ او په دې توګه یې د اسیا جام سفر په بریا سره پیل کړ.
د هند لپاره په توپ اچونې کې کولدیپ یادیف د یوازې ۱۳ منډو په ورکولو سره د متحده عربي اماراتو څلور لوبغاړي له لوبغالي بهر کړل.