ده افغانستان ژورنال

خېبرپښتونخوا: د کرکټ میدان کې چاودنې دوو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د خېبرپښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ کې د کرکټ میدان کې چاودنه شوې چې له امله یو تن مړ او یو بل ټپي دی.

د خېبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ د کوهسار سیمه کې تېره ورځ شنبه د سپټمبر ۶مه د کرکټ په میدان کې چاودنه شوې چې یو تن مړ او یو بل ټپي دی.

د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دا چاودنه تېره ورځ مازیګر ناوخته د خار تحصیل د بايي چینې په «کوثر کرکټ» لوبغالي کې د یوه ځای پرځای کړل شوي ماین د چاودنې له امله شوې ده.

د سرچینې په وینا تر اوسه په دې پېښه کې د اوښتې مرګ‌ژوبله پوره جزییات په نشته، خو ښايي د اوښتو تلفاتو تر دې لوړ شي.

باید وویل چي تر اوسه پورې ددې پيښې مسوولیت هم کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په ټولنیزو رسنیو کې په د خپاره شویو انځورونو کې ښکاري چې د کرکټ په یوه میدان کې دننه لوګي پورته کېږي او د خلکو ګڼه‌ګوڼه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *