تمیم اقبال اعلان کړی چې غواړي د بنګله دېش کرکت بورډ د مشرۍ څوګې ته ته ځان نوماند کړي.
ښاغلي اقبال زیاته کړې، که غواړې بدلون راولي نو پړېکړې هم باید ونیسئ او که د خلکو ملاتر ولري نو ښایي راتلونکي کې به د ولسمشرۍ څوکۍ ته هم ځان نوماند کړي.
۳۶ کلن تمیم اقبال چې خپل د کرکت نړېوال سفر یې د روان کال په جنورۍ میاشت کې پاې ته ورساوه له کالر کانت ورځپاڼې سره په مرکه کې یې ویلي، چې غواړي د بنګله دېش هېواد د کرګت بورډ عمومي ریاست څوکۍ ته ځان نوماند کړي.
تمیم اقبال د بنګله دېش هېواد لپاره ۲۴۱ ورځنۍ، ۷۰ تست او ۷۸ شل اوریزې لوبې کړي دي چې په تست لوبو کې یې ۵۱۳۴ منډې او په شل اوریزو لوبو کې له ۱۷۰۰ څخه زیاتې منډې جوړې کړي دي.
د یادولو ده چې پر تمیم اقبال د روان کال په مارچ میاشت کې زړه حملې راغلې وه او د یوه اوونۍ په ترڅ کې په هوش راغی، په ګرځېدا یې پیل وکړ او خپل کور ته ستون شو.