ده افغانستان ژورنال

د هند په کشمیر کې د سېلابونو له امله ۱۱ تنه مړه شوي

د هندوستان په کشمېر کې د وروستیو اورښتونو وروسته د رامنځته‌شويو پېښو له امله ۱۱ تنه مړه شوي دي. په مړه‌شویو کې د یوې کورنۍ ۷ غړي شامل دي.

د کشمیر میډیا سروس (KMS)  نن یکشنبه د اګسټ ۳۱مه را پورو ورکړی، چئ تېره شپه د سختو بارانونو له څو امله ودانۍ ویجاړې شوي دی.

د سرچینې په وینا، په ریاسي ولسوالۍ کې د بارانونو له امله د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه شوي دي.

له دې سره د هندي د کشمېر په  راج ګړه تحصیل کې هم د تېرې شپې سختو بارانونو له امله ۴ کسان مړه شوي دي.

باید وویل شي چې د هند، پاکستان او افغانستان په ګډون لسو هېوادونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله له څو اوونیو راهیسې بارانونو او سېلابونو راوتلو زور اخیستی، چې د کرنیزو ځمکو ویجاړېدو سربېره یې د سلګونو تنو ژوند اخیستی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *