ده افغانستان ژورنال

لغمان کې د خونړۍ ترافیکي پېښې له امله لسګونو تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

لغمان کې مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په سرخکانو چوک ته نږدې د درېیو موټرو د ټکر له امله د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان ولایت د ټرافیکو مدیر حبیب‌الله مبارز  نن پنجشنبه خبر ورکړی، چې بېګاه شپه د لغمان اړوند «سرخکانو چوک» ته نږدې درې موټرو ټکر کړی دی.

د نوموړي په وینا، دغې پېښې کې د یوې پېښې په ګډون ۳ کسه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

مبارز همداراز زیاته کړې، چې ټپیان د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي، خو د ځینو کسانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *