د افغانستان له ۱۷ کلنو کمعمره فوټسال ملي لوبډله د ځوانانو په اسیایي سیالیو درېيم پړاو کې ټایلنډ ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو پايلوبې ته ووتله.
د افغانستان له ۱۷ کلنو کمعمره فوټسال ملي لوبډله نن چهارشنبه د عقرب ۷مه د ځوانانو په اسیایي سیالیو په کې تايلينډ لوبډلې ته یې د ۹ – ۱ ګولونو په ستر توپير ماتې ورکړه او د دغو سياليو پايلوبې ته یې لاره پیدا کړه.
باید وویل شي چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له دې وړاندې په ګروپي پړاو کې درې سيالۍ وکړې چې درې واړه يې ګټلې وې.
له دې سره د والیبال افغان لوبډلې هم دغو سیالیو کې دویم مقام واخیست.
افغان لوبډله به د دغو سياليو په پايلوبه کې سبا پنجشنبه د ايران پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
د یادولو ده چې د مرکزي اسیا زون والیبال سیالۍ د اکټوبر په ۲۲ مه د افغانستان، ترکمنستان، بنګله دېش، نیپال، مالدیو، سریلانکا لوبډلو ترمنځ د بنګله دېش په داکا ښار کې پیل شوې وې.