ده افغانستان ژورنال

د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې اترې نن په استانبول کې بیا پيلېږي

پاکستاني رسنیو ویلي، چې نن پنجشنبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې اترې دویم پړاو یو ځل بیا د ترکیې په استانبول کې پيلېږي.

د افغانستان ملي تلویزیون او د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، پاکستاني پلاوي پرېکړه کړې چې د استانبول خبرې اترې یو ځل بیا پیل کړي او دغه خبرې اترې به د منځګړو په منځګړیتوب سره دوام وکړي.

ویل کېږي چې د افغانستان څخه د پاکستان اصلي غوښتنه دا ده چې د  پاکستاني حکومت د مخالفو ډلو ته ځای ورنکړي، خو افغان حکومت دا مسله د پاکستان داخلي موضوع بللې ده.

په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې د حل لپاره د خبرو اترو د “ناکامۍ” په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هیله لري دواړه خواوې به بیرته جګړې ته نه ستنیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *