د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ له لارې تېره شپه یکشنبه د لړم ۵مه په لومړي ځل ۲۰ واګونه ډیزل ټېل په ټوله کې ۱۱۲۰ ټنه وزن سره د هرات روزنک سټیشن ته وارد شول.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د یاد ډیزل تېلو د واردولو په اړه ویلي چې د تیلو دا راوړنه یو خصوصي شرکت پورې اړه لري چې افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ترانزیتي او اقتصادي اړیکو په پراخېدو کې مهم ګام ګڼل کېږي.
حقشناس زیاته کړې، د اوسپنې پټلۍ د لویو پروژو په پلې کولو سره هڅه کوي ترڅو د لېږد او رالېږد په برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې او سوداګریز فرصتونه برابر کړي.