په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند دویم پړاو په پیل کېدو سره د افغانستان مذاکراتي ټيم وروسته له ۱۵ ساعته پرلهپسې بحثونو تېره شپه دوه بجې پاکستاني لورې ته له خپله وروستۍ شوې مسوده ورکړه.
د افغانستان لخوا په دې مسوده کې تمرکز په دې شوی و چې دوی د افغانستان ځمکنی او هوايي حريم به نه نقضوي او د افغانستان پر ضد هيڅ ګروپ يا مخالف ته اجازه ور نه کړي چې زموږ په ضد وکارېږي.
پاکستان ته دا مسوده د منځګړو هېوادونو له خوا سپارل شوې او نن سهار شپږ بجې د پاکستان له لورې دويمه مسوده هم افغانستان ته سپارل شوې ده.
باید وویل شي چې نن دولس بجې به يو وار بيا دواړه ټیمونه د منځګړو په حضور کې سره يو ځای کيږي او کوښښ به کوي چې وروستۍ پایلې ته ورسېږي.
همدا راز د اوربند د هوکړې د تعقیب په موخه يو څلور اړخيز چينل ايجاد به شي چې د دواړو خواوو سرغړونو ارزونه او معلومات په کې تبادله کړل شي.