د میدان وردګو مسوولینو ویلي، وايي د دغه ولایت په مرکز کې له جګړو پاتې شوې مرمۍ د چاودنې له امله یو ځوان ژوند بایللی دی.
د میدان وردګو د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست نن دوشنبه د عقرب ۵مه څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پیښه د میدان ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په شاوخوا کې شوې ده.
د مسوولینو په وینا، وژل شوی ځوان مرمۍ موندلې وه او بیا چاودنه وشوه چې له امله یې ووژل شو.
په خبرپاڼه کې د دغه ځوان سهیل یاد شوی، چې د میدان وردګو د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکی و او اوس مهال په میدان ښار کې یې ژوند کوه.
باید وویل شي چې افغانستان کې څلوېښت کلونو جګړې څخه پاتې شوي مرمۍ تر دې وړاندې هم د ماشومانو په ګډون د زرګونو کسانو ژوند اخلي.