د ترکیې سوېل لوېدیځ سواحلو ته نږدې په اژه سمندر کې یوه کښتۍ ډوبه شوې چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه مړه شوي او یو افغان ژوندی پاتې شوی دی.
له یادې پېښې دوه تنه ژوندي پاتې چې یو یې افغان دی او له شپږ ساعته لمبا کولو وروسته یې ځان ساحل ته رسولی او ژوندی پاتې شوی دی.
بچ شوي افغان کډوال ویلي، په یاده بېړۍ کې ۱۸ تنه سپاره ول چې له حرکته لس دقیقې وروسته اوبه کښتۍ ته ننوتلې او ډوبه شوه.
د ترکیې د ساحلي ګارډ په خبره په دې پېښه کې د مړو شویو ۱۷ کسانو جسدونه یې له اوبو را ایستل شوي دي چې په مړو شویو کې یو قاچاق وړونکی دی.
په مړو شویو کسانو کې ۵ ماشومان هم شامل دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، د کال له پیل راهیسې نږدې ۱۴۰۰ کډوال د مدیترانې له لارې اروپا ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي.
د یادولو وړ ده اژه سمندر اروپا ته د رسېدو یوه خطرناکه لار ده چې قاچاق وړونکي، کډوال د ترکیې له سواحلو څخه د یونان ټاپوګانو او له هغه ځایه د اروپا نورو برخو ته د تلو په نیت وړي.