ده افغانستان ژورنال

ستره ماته؛ افغان لوبډلې ټېسټ لوبې کې له زمبابوې څخه سخته ماته وخوړه

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټېسټ یوازینۍ لوبې کې افغان لوبډلې په درېیمه ورځ د زمبابوې ۳۵۹ منډو په ځواب کې یې یوازې ۱۵۹ منډې ترسره او ستره ماته یې وخوړه. د راشد خان په نه شتون کې افغانستان پنځه ټېسټ لوبې کړي چې پنځه واړه یې بایللي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن چهارشنبه د تلې ۳۰مه ولیکل، چې افغان اتلانو د زمبابوې پر وړاندې د ټېسټ یوازینۍ لوبې په درېیمه ورځ د دغې لوبډلې ۳۵۹ منډو په ځواب کې یې یوازې ۱۵۹ منډې ترسره او ستره ماته یې ومنله.

دا لوبه د زمبابوې په کوربه توب د هرارې په کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

باید وویل شي چې د دې په نوملړ کې راشد خان او رحمت شاه شتون نه درلود.

رحمت شاه بنګله دېش سره د یو ورځنۍ لوبو په لوبلړۍ کې ټپي شو چې د ډاکټرانو لارښوونې په اساس دوه میاشتې استراحت ورکړل شو.

د یادولو ده چې افغان لوبډله به د روانې اکټوبر میاشتې ۲۹مه زمبابوې سره د شل اوریزو لوبو لړۍ په همدغه لوبغالي کې پیل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *