ده افغانستان ژورنال

د هند پرلپسې ماتې؛ استرالیا لوبلړۍ په خپل نوم کړه

د هند ملي لوبډلې نن په دویمې یو ورځنۍ لوبه کې هم له اسټرالیا لوبډلې څخه ستره ماته وخوړه، او په دې سره یې لوبلړۍ هم وبایلله.

د ننۍ لوبې پچه اسټرالیا وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

هند د نهو لوبغاړو په سوزېدو سره اسټرالیا ته د ۲۶۵ منډو هدف کېښود.

اسټرالیا ملي لوبډلې د ۴۶ اور په دویم توپ دغه هدف ته ځان ورساوه او د پرلپسې بریا سره یې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی د اسټرالیا ادم زمپا شو چې د ۶۰ منډو په ورکولو سره یې څلور لوبغاړي سوزولي وو.

باید وویل شي چې د هند او استرالیا ترمنځ لومړۍ لوبه د اکټوبر ۱۹مه ترسره شوه استرالیا لوبډله وتوانېده چې هند ته ماته ورکړي.

تېره لوبه د اورښت له امله ۲۶ اوره شوه هند سیالې لوبډلې ته د ۱۳۷ منډو هدف ټاکلی وه  چې د استرالیا لوبډلې وکولی شو چې په ۲۱.۱ اور کې یاد هدف ته ځان ورسوي.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی میچل مارش ونومول شو چې په ۵۲ توپونو یې ۴۶ منډې ترسره کړې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *