ده افغانستان ژورنال

د فلسطین لپاره تاریخي اوونۍ؛ په یوه ورځ درې هېوادونو په رسمیت وپېژانده

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ یکشنبه بریټانیا، اسټرالیا او کاناډا د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده. یادو هېوادونو په وینا، له هغو کسانو سره مرسته کوي چې سوله او ګډ ژوند غواړي.

رویټرز په خپل خبر کې تېره ورځ یکشنبه د سپټمبر ۲۱مه وویل، چې بریټانیا، اسټرالیا او کاناډا د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند، او دغو هېوادونو دا ګام د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د نږدې دوه کلنې جګړې د حل لارې په موخه پورته کړی.

دغو چارواکو ویلي، د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل د حماس لپاره کومه ډالۍ نه ده؛ بلکې د فلسطین خلکو سره یې د مرستې لپاره دا کړنه ترسره کړې ده.

له دې سره په لومړي ځل د بریټانیا په نقشه کې د فلسطین هېواد شامل شو.

باید وویل شي چې د کاناډا، اسټرالیا او برېټانیا له لوري د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو له اعلان وروسته اسراییلو غبرګون ښودلی او دغه کړنه یې غندلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *