ده افغانستان ژورنال

 اسیا جام نن د افغان اتلانو په لوبه پیلیږي

تاکل شوی ده، چې نن اسیا جام د اتو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ پیل شي. او لومړنۍ لوبه به پکې د افغانستان او هانګ کانګ ملي لوبډلو ترمنځ وي.

د اسیا جام سیالۍ نن سه‌شنبه د سپتمبر ۸ مه د اتو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ پيلېږي.

د دې جام په لومړې لوبه کې به د افغانستان او هانګ کانک لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

لوبه به د ماښام په ۷ بجو د اوظبي په شیخ زاید لوبغالي کې پيل شي.

باید وویل شي چې د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام سيالۍ په هند کې ترسره کېده، خو د پاکستان او هند تر منځ د روان کال د نښتو او ډېپلوماتيکو کړکېچونو له امله متحده عرب اماراتو ته ولېږدول شو.

د یادولو ده د دې لوبو په لومړي پړاو کې افغانستان درې لوبې لري چې دویمه لوبه به د سپتمبر په ۱۶مه بنګله دېش هېواد سره وي.

سږني اسیا جام کې افغانستان پاکستان سریلانکا هند او بنګله دېش لوبډلو په مستقیم ډول خو د هانګ کانګ، عمان او متحده عربي اماراتو لوبډلو د کوالیفای پړاو لوبو وروسته لاره پیدا کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *