د اسیا جام ښکلې او زړه راښکونکې سیالۍ دي چې د اسیایي هېوادونو په ګډون ترسره کیږي، په لومړۍ ځل په کال ۱۹۸۴ کې پیل شوې.
په ۱۹۸۴ کال کې چې کله د اسیایي هېوادونو ترمنځ په لومړي ځل سیالۍ وشوې نو یوازې درې لوبډلې چې هند، سریلانکا او پاکستان پکې ګډون کړی وو.
د اسیا جام سیالیو له رامنځته کېدو راهیسې، تر نورو اسیایي هېوادونو مخکښه لوبډله هند ده. چې اته ځله اتله شوې له هند څخه وروسته، د سریلانکا لوبډله ده چې شپږ ځله او پاکستان هېواد بیا دوه ځلي اتلولي ګټلې ده.
باید وویل شي چې افغانستان ۲۰۱۴ کال کې لومړی ځل اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړ.
د وروستي ځل لپاره په کال ۲۰۲۳ کې د هند لوبډلې د روهېت شرما په لوبډلمشرۍ سریلانکا لوبډلې ته په ماتې ورکولو اتلولي ګټلې وه.
د یادولو ده د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام لوبې به نن د ابوظبي د شیخ زاید لوبغالي کې د افغانستان او هانګ کانک په لوبې پیل شي چې د سپټمبر تر ۲۸مه دوام وګړي.
د افغانستان لوبډله به په لومړي پړاو کې درې لوبې د هانګ کانک، بنګله دېش او سریلانکا هېواد سره ولري.