ده افغانستان ژورنال

غزني: ترافیکي پېښې کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي

د غزني مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه او یو بل ټپي شوی دی.

غزني کې د ا.ا ویاند عزت الله سعیدي ويلي، دا پېښه نن دوشنبه د وږي ۱۷مه د کابل ـ کندهار پر لویه لار د غزني اړوند د کوتل روضې په سیمه کې را منځته شوې ده.

نوموړی همداراز ویلي، دا پېښه د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس او د یوه پاسو ډوله موټر د ټکر له امله را منځته شوې ده.
په دغې پېښې کې څلور ماشومان، یوه مېرمن او یو سړی مړه شوي دي.

مسوولینو د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوی دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د هېوتد بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *