مسوولینو ویلي، د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې ماشومانو ته د شري د مخنیوي واکسین کمپاین پیل شوی.
د ا.ا د روغتیا مسوولینو ویلي، په یاد کمپاین په کې شاوخوا یو میلیون او ۳۵۰ زره له شپږ میاشتو څخه تر لس کلن ماشومان د شري واکسین ترلاسه کړي.
د ننګرهار د والي مرستیال عزیزالله مصطفی ویلي، د شري مخنیوي لپاره واکسین او دفاعي سیستم رامنځته شوی موږ باید عامه پوهاوی وکړو او د ولسونو همکارۍ په دې برخه کې زیاته اړینه ده.
همداراز د ننګرهار د عامې روغتیا رییس امینالله شریف د خلکو د مرستې په ارزښت د ټینګار ترڅنګ ویلي، ټول ماشومان باید له دې واکسین څخه برخمن شي.
د ننګرهار د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر حکم خان ګلابزی بیا زیاته کړې چې دا واکسین به لس ورځې دوام وکړي او د ۴۹ کوادرناتورانو، ۲۰۳ سوپروایزرانو او ۳۹۰ رضاکارانو په مرسته ترسره شي.
د یادونې وړ ده رسنیو څلور وړځې وړاندې کندز ولایت کې هم د شري د مخنیوي واکسین د پیل خبر یې ورکړی و.