لغمان کې مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په سرخکانو چوک ته نږدې د درېیو موټرو د ټکر له امله د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د لغمان ولایت د ټرافیکو مدیر حبیبالله مبارز نن پنجشنبه خبر ورکړی، چې بېګاه شپه د لغمان اړوند «سرخکانو چوک» ته نږدې درې موټرو ټکر کړی دی.
د نوموړي په وینا، دغې پېښې کې د یوې پېښې په ګډون ۳ کسه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
مبارز همداراز زیاته کړې، چې ټپیان د ننګرهار سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي، خو د ځینو کسانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.