د هند ملي لوبډلې نن په دویمې یو ورځنۍ لوبه کې هم له اسټرالیا لوبډلې څخه ستره ماته وخوړه، او په دې سره یې لوبلړۍ هم وبایلله.
د ننۍ لوبې پچه اسټرالیا وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
هند د نهو لوبغاړو په سوزېدو سره اسټرالیا ته د ۲۶۵ منډو هدف کېښود.
اسټرالیا ملي لوبډلې د ۴۶ اور په دویم توپ دغه هدف ته ځان ورساوه او د پرلپسې بریا سره یې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی د اسټرالیا ادم زمپا شو چې د ۶۰ منډو په ورکولو سره یې څلور لوبغاړي سوزولي وو.
باید وویل شي چې د هند او استرالیا ترمنځ لومړۍ لوبه د اکټوبر ۱۹مه ترسره شوه استرالیا لوبډله وتوانېده چې هند ته ماته ورکړي.
تېره لوبه د اورښت له امله ۲۶ اوره شوه هند سیالې لوبډلې ته د ۱۳۷ منډو هدف ټاکلی وه چې د استرالیا لوبډلې وکولی شو چې په ۲۱.۱ اور کې یاد هدف ته ځان ورسوي.
د یادې لوبې غوره لوبغاړی میچل مارش ونومول شو چې په ۵۲ توپونو یې ۴۶ منډې ترسره کړې وې.