ټاکل شوې چې د هندوستان او استرالیا کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو دویمه لوبه نن پنجشنبه د اکټوبر ۲۳مه پیل شوې اړ هندۍ لوبډلې تر دې مهاله د دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو ۹۴ منډې کړي دي.
د ننۍ لوبې پچه اسټرالیا وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
د هند او استرالیا ترمنځ لومړۍ لوبه چې د اکټوبر ۱۹مه ترسره شوه استرالیا لوبډله وتوانېده چې هند ته ماته ورکړي.
تېره لوبه د اورښت له امله ۲۶ اوره شوه هند سیالې لوبډلې ته د ۱۳۷ منډو هدف ټاکلی وه چې د استرالیا لوبډلې وکولی شو چې په ۲۱.۱ اور کې یاد هدف ته ځان ورسوي.
د یادې لوبې غوره لوبغاړی میچل مارش ونومول شو چې په ۵۲ توپونو یې ۴۶ منډې ترسره کړې وې.
بلخوا بیا د هند لپاره تړ ټولو زیاتې منډې کې ال راهول په ۳۱ توپونو ۳۸ منډې ترسره کړې وې.
د یادولو وړ ده که چېرې د استرالیا لوبډله د پنجشنبې لوبه کې هند ته ماته ورکړي نو د لوبلړۍ کټونکې لوبډله به وي.