د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ په روانې شل اوریزې لوبلړۍ کې ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه هم د بنګله دیش ته وبایلله.
د افغانستان او بنګله دیش تر منځ د لوبلړۍ دویمه لوبه تېره شپه جمعه د اکټبر ۳مه چې د شارجه کرکت لوبغالي کې ترسره شوه چې د بنکله دیش لوبډلې د دوه ویکټو په توپیر لوبه په خپل نامه کړه.
دا په داسې حال کې ده چې په لومړۍ لوبه کې چې د پنجشنبې په شپه د اکټبر به ۲مه ترسره شوې وه هم بنګله دیش لوبډلې د څلور ویکټو په توپیر لوبه ګټلې وه.
د ویلو ده چې د تېرې شپې بریا سره د بنګله دېش لوبډله د لوبلړۍ کتونکې لوبډله شوه.
د افغانستان کرکټ لوبډله له دې وړاندې د اسیا جام سیالیو په لړ کې هم خپلې دوه لوبې بنکله دېش او سریلانکا لوبډلو ته بایللې وې چې د اسیا جام لومړي پړاو کې له لوبو بهر شو.