د پولیو (ګوزن) جزوي زرقي واکسین کمپاین ضد نن ننګرهار او نورستان ولایتونو کې پېل شو.
له پولیو څخه د پاک افغانستان بڼسټ خبر ورکړی وه چې دغه کمپاین به نن (شنبه،د تلې ۵مه) د ننګرهار په ۱۷ او د نورستان په ۴ ولسوالیو کې پیلېږي.
یاد بڼسټ زیاته کړې وه چې په دغه کمپاین کې به، په ټاکل شوو سیمو کې ماشومانو ته د پولیو دواړه ډوله واکسینونه (څاڅکي OPV او زرقی fIPV) ورکړل شي.
دغه بڼسټ د یاد واکسین هدف د ماشومانو د بدن د معافیت سیسټم پیاوړی کېدل او د ویروس د خپرېدو مخنیوی ښودلی ده.
په ورته وخت کې یاد بنسټ همدا راز ویلي، چې د راتلونکې (دوشنبه، د تلې ۷مه ) د پولیو څاڅکو دا کمپاین به کندهار، هلمند، فراه او هرات ولایتونو کې هم پیل شي.
یاد بڼسټ له کورنیو غوښتي ترڅو خپل ماشومان واکسین کړي.
پولیو(ګوزن) یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان نیسي او کولای چې د مرګ او یا دایمي فلج لامل شي.
سره له دې چې پولیو د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له منځه تللې خو اوس هم افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې د پولیو پېښې پکې ثبتیږي.