ده افغانستان ژورنال

د عوامي نشنل ګوند یو ځایي مشر ووژل شو

د خیبر پښتونخوا پولیسو ویلي، چې ناپېژانده وسلوالو باجوړ کې د عوامي نشنل ګوند ځايي مشر «حاجي میراعظم خان» په ډزو وژلی دی.

د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، میراعظم د باجوړ ولسوالۍ په خزانې موړ سیمه کې د عوامي نشنل ګوند ځايي مشر حاجي میراعظم خان په ډزو وژل شوی دی.

د دوی په وینا میراعظم خان پر موټرسایکل خپل کور ته روان و چې د وسلوالو تر برید لاندې راغلی دی.

له دې سره د عوامي نشنل ګوند یوه مرکزي غړي میا افتخار حسین د نوموړي په اړه زیاتوي هغه بې ګناه و او له هېچا سره یې شخصي بدي نه درلوده.

د دغه برید پړه د اسلامي دولت خراسان څانګې (دا.عش) ډلې پر غاړه اخیستې ده.

باید وویل شي چې څه باندې دوه میاشتې وړاندې باجوړ کې د عوامي نشنل ګوند یو بل ځايي مشر مولانا خانزېب هم د نا پېژانده وسله‌والو له لوري وژل شوی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *