ده افغانستان ژورنال

د اسیا جام په لړ کې نن یو ځل بیا دوه سرسخته سیالان مخامخ کېږي

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام کرکټ سیالیو په دویم پړاو کې نن پاکستان او هند د یوې مهمې سیالۍ لپاره میدان ته ښکته کېږي.

د ټاکل شوي مهالوېش له مخې، د پاکستان او هند کرکټ ملي لوبډلې نن یکشنبه د سپټمبر ۲۱مه د اسیا جام څلور غوره لوبډلو په پړاو کې نن د یو بل پر وړانډې لوبېږي.

دغه لوبه نن د کابل په وخت ماښام ۷ بجې پیلېږي.

هند د اسیا جاک تر پیله هېڅ ماته نه لري، او تر دې مهاله تر ټولو قوي لوبډله ده.

پاکستان که څه هم د عمان او عربي امارات پر وړاندې بریاوې لري، خو د هند پر وړاندې یې لومړۍ لوبه په زیات توپیر بایللې ده.

باید وویل شي چې د اسیا جام له اتو لوبډو څخه یوازې څلور لوبډلې چې سریلانکا، بنګله دېش، هند او پاکستان لوبډلې دي، دویم پړاو ته لاره پیدا کړې ده.

د دویم پړاو په لومړۍ لوبه کې تېره شپه بنګله دېش سریلانکا ته ماته ورکړه.

باید وویل شي چې د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ په ګروپي سیالیو کې د کرکټ اصولو پر خلاف کړنې وشوې.

له لوبې وروسته پاکستاني لوبغاړو هندي ډرسېنګ روم ته په لاين ولاړ وو، تر څو له هندي لوبغاړو سره لاسونه ورکړي، خو هغوی خپلې دروازې وتړلې او د باندې را ونه وتل، چې د دې کړنې له امله د پاکستان لوبډلې لوبډلمشر سلمان اغا، او د دغه هېواد د کرکټ بورډ مشر پر هندۍ لوبډلې سختې نیوکې کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *