ده افغانستان ژورنال

اسیا جام کې نن د هند او متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې لوبه کېږي

د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن ماښام ۷ بجې د هند او کوربه متحده عربي اماراتو لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

د اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې نن چهارشنبه د سپټمبر ۱۰مه د هند او متحده عربي اماراتو لوبډلې سیالۍ کوي.

دغه سیالۍ به نن ماښام په ۷ بجو په دوبۍ کې پیل شي.

باید وویل شي چې د اسیا جام په لومړنۍ لوبه کې تېره سه‌شنبه شپه د افغانستان او هانګ کانګ ملي لوبډلې سره مخامخ شوې.

افغانستان د ۶ لوبغاړو په سوزېدو هانګ کانګ ته د ۱۸۹ منډو هدف کېښود، هانګ کانګ دغه هدف ته ونه رسېد او افغان ملي لوبډلې د ۹۴ منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان لپاره صدیق اتل او عظمت عمرزي خورا ښه توپوهنه وکړه.

عمرزي د شپږو او څلوریزو پر مټ ۵۳ منډې وکړې چې اسیا جام کې یې تر ټولو چټکه پنځوسیزه په خپل نوم ثبت کړه.

د یادولو ده چې سږکال اسیا جام کې اتو لوبډلو برخه اخیستې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *