ده افغانستان ژورنال

شاهد خروټي خپل پاکستاني سیال ته ماته ورکړه

افغان سوکوهنې شاهد خروټی خپل پاکستاني سیال ته ماتې ورکړه.

د شاهد خروټي او پاکستاني لوبغاړي دغه لوبه نن یکشنبه د اکټوبر ۱۹مه، ماښام مهال د پاکستان ایبت‌اباد ښار کې ترسره شوه.

باید وویل شي چې د خروټي سیال له نوموړي څخه په وزن کې زیات وو او دوو نورو سیالانو یې له لوبې څخه انکار کړی وو.

خروټی په داسې حال کې دغه لوبه ګټي چې له دې وړاندې یې هم پاکستاني لوبغاړي ته په ماته ورکولو سره کمربند ګټلی و.

د یادولو ده چې شاهد‌الله خروټي له دې وړاندې ټولې ۱۸ لوبې ترسره کړي چې ۱۶ یې فری فایټ(۱۵ بریا او یوه ماته) او دوه نورې یې د سوکوهنې(دوه بریا) په ډګر کې ترسره کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *