د ا.ا ویاند ویلي، په قطر کې د افغانستان ا.ا او پاکستان د استازو ترمنځ مذاکرات د یوې هوکړې په لاسلیکولو سره پای ته ورسېدل او دواړو اړخونو پر کامل او معنادار اوربند هوکړه وکړه. د دې هوکړې سره سم به دواړه غاړې به د یو بل پر امنیتي ځواکونو، ملکي خلکو او تاسیساتو بریدونه نه کوي.
د ا.ا ویاند ذبيح.الله مجا.هد پر خپله اېکسپاڼه نن یکشنبه د تلې ۲۷مه لیکلي: «موږ دغې هوکړې ته د رسېدو په لاره کې د وروڼو هېوادونو قطر او ترکیې له هڅو ستاینه کوو. د دوه اړخیزې هوکړه له مخې دواړو خواوو سولې، یو بل ته پر احترام او د ګاونډیتوب ښو اړیکو ته پر ژمنتیا تاکید کړی، افغانستان به د هغو ډلود بریدونو ملاتړ کېږي چې د پاکستاني حکومت خلاف دي.»
هغه همداراز ټینګار وکړ، دواړه غاړې کامل او معنادار اوربند هوکړه وکړ.
باید وویل شي چې د افغاني او پاکستاني پلاوو ترمنځ بله غونډه به په ترکیې کې ترسره شي.