د اريانا افغان هوايي شرکت د صادراتي توکو د ټرانزیټ لپاره درې چارټر الوتکې پېري.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست نن شنبه د نومبر ۲۲مه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې اريانا افغان هوايي شرکت د صادراتي د چټک لېږد په موخه درې چارټر الوتکې پېري.
د اريانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت په دې اړه ویلي، چې ټاکل وشې ده دغه الوتکې به بوینګ یا ایربس ډوله وي چې بیې یې له ۲۵ تر ۳۵ میلیونه امریکايي ډالرو پورې به وي.
د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولینو زیاته کړې چې موخه یې د نویو الوتکو په پېرلو سره به د توکو د لېږد لګښتونه راکم شي او نړیوالو بازارونو ته به د افغانستان د صادراتي توکو کچه لا لوړه شي.