د غزني مسوولینو ویلي، چې د ایران په سیستان او بلوچستان کې د یوې ترافیکي پیښې له امله د مړه شویو اتو افغانانو جسدونه د دغه ولایت ته راولېږدول شوي دي.
د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ لخوا نن شنبه د لیندۍ لومړۍ نېټه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اجرستان ولسوالۍ ۱۴ اوسېدونکي په ناقانونه ایران ته تللي وو، څو ورځې مخکې د دغه هېواد سیستان ـ بلوچستان ولایت د خاش په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې کې ټکر شو او له امله یې اته تنو خپأ ژوند له لاسه ورکړ او شپږ نور ټپیان شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې په ایران کې د افغان کنسولګرۍ د هڅو په پایله کې تېره ورځ د ملي دفاع وزارت په یوه چورلکه کې د دغې پېښې مړي او ټپیان د غزني اجرستان ولسوالۍ د لنګرخېلو کلي ته راوړل شول.