ده افغانستان ژورنال

له پاکستانه قاچاق راوړل شوي کبان نیول شوي

ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې په تورخم کې یې له پاکستانه قاچاقي راوړل شوي ۵۰۰ کیلوګرامه کبان نیولي دي.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رسنیو دفتر نن سه‌شنبه ویلي چې د تورخم د حیواني قرنطین کارکوونکو له پاکستانه په قاچاقي ډول راوړل شوي ۵۰۰ کیلوګرامه کبان کشف کړي دي.

دغې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو کبانو کشف وروسته یې دغه خوراکي توکي تر خاورو لاندې شوي دي.

باید وویل شي چې ا.ا څو ورځې وړاندې له سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان پر ځای دې به بدیلو لارو خپله سوداګرۍ پیل کړي، او همداراز یې د درملو په برخه کې وویل چې ټول سوداګر دې تر درې میاشتو خپل حسابونه تصفیه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *