د راپورونو له مخې، نن شنبه د لړم ۲۴مه د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت، امنیت او نورو مهمو چارواکو په ګډون د دغه هېواد لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی دی.
راپورونو زیاته کړې ، د دې پلاوي د راتګ اساسي موخه د تاجکستان جمهوریت او افغانستان اسلامي امارت تر منځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا یاده شوې ده.
یاد پلاوی به د افغان حکومت له بېلابېلو مسوولینو سره کته ولري او د راتلونکو همکاریو په اړه به بحث وکړي.
د راپورونو له مخې یاد پلاوی به په دوشنبه کې د ا.ا.ا د سفارت په اړه هم خبرې وکړي.
تاجکستان چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت سره په مستقیم تعامل کې د مرکزي آسیا له نورو هیوادونو وروسته پاتې وو، داسې ښکاري چې غواړي اوس په مستقیم ډول د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري