ده افغانستان ژورنال

د افغانستان بانک رئیس د اسلامي مالي خدماتو نړیوالې غونډې کې په مراکش کې ګډون وکړ

کابل — د افغانستان بانک سرپرست رئیس، نور احمد آغا، د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش ته تللی، ترڅو د اسلامي مالي خدماتو بورډ (IFSB) کلنۍ نړیوالې غونډې کې ګډون وکړي. دا نړیواله غونډه چې د جولای میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د مراکش په پلازمېنه رباط کې ترسره کېږي، د اسلامي بانکدارۍ پراختیا، مالي شفافیت، بانکي ثبات، او د نړیوالې همکارۍ پراخېدو ته ځانګړې شوې ده.

افغانستان ژورنال — د افغانستان ګډون په دې غونډه کې د نړیوالو اسلامي بانکي ادارو سره د اړیکو پیاوړتیا او د شریعت‌مطابق مالي خدماتو پراخېدو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

د راپور له مخې، په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو مشران او لوړپوړي استازي سره راټولېږي، ترڅو د اسلامي مالي نظام اړوند مهمې تجربې سره شریکې کړي.

د افغانستان بانک ګډون تمه کېږي چې د اسلامي بانکدارۍ د ودې لپاره نوې لارې پرانیزي او په دې برخه کې نړیوالې همکارۍ ته لا زیات فرصتونه برابر کړي.

افغانستان ژورنال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *