ده افغانستان ژورنال

د هېواد ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو، برښنا او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت نن شه‌شنبه د لړم ۱۱۳مه د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې نن په بدخشان، تخار، نورستان، کنړ، ننګرهار، کندز، بلخ، بغلان، سمنګان، بامیان او پروان ولایتونو کې د درنو بارانونو، برښنا او سېلابونو اټکل شوی دی.

همداراز په بېلابېلو ځایونو کې د باران اندازه د ۱۰ څخه تر ۳۵ ملی مترو پورې ښودل شوې او له دې سره په شمالي، سویلي، سویل ختیځ، لوېدیځ او مرکزي ولایتونو کې، د قوي بادونو سره د دوړو د څپو امکان شتون لري، چې سرعت یې په بېلابېلو ځایونو کې د ۵۰ څخه تر ۱۰۰ کیلومترو پورې په ساعت کې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *