ده افغانستان ژورنال

ستره بریا؛ افغان فوټسال ملي لوبډلې پیل په بریا وکړ

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو پیوستون لوبو په چوکاټ کې نن د تاجکستان د فوټسال ملي لوبډلې ته د ۹-۵ په توپیر سره ماته ورکړه.

دا لوبه د سعودي عربستان په ریاض کې نن سه‌شنبه د افغانستان په وخت ۱۲:۳۰ بجې پیل شوه او افغان لوبډلې پکې ستره بریا خپله کړه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې، افغانستان ۶-۲ مخکښ و، او بالاخره، د دویمې نیمایي په پای کې هم لوبه د افغانستان د ملي لوبډلې په ګټه د ۹-۵ په نمرې سره پای ته ورسېده.

باید وویل شي چې د اسلامي هېوادونو پیوستون لوبو په شپږم پړاو کې اته لوبډلې شتون لري چې په لومړي ګروپ کې، د سعودي عربستان (کوربه)، ازبکستان، لیبیا او اذربایجان لوبډلې سیالي کوي، او د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دوهم ګروپ کې د ایران، مراکش او تاجکستان لوبډلو سره یوځای ده.

د یادولو ده چې د افغانستان راتلونکې لوبه به د پنجشنبې په ورځ د ایران په وړاندې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *