په سمنګان، بلخ، بغلان او کندوز ولایتونو کې د تېرې شپې یکشنبه، د لړم ۱۱مه زلزلې له امله ۲۷ تنه مړه او ۷۳۹ تنه ټپیان شوي دي.
د سرچینو له خولې، بلخ ولایت کې ۱۲ مړه او ۴۰۷ ټپیان، په سمنګان کې ۱۱ تنه مړه او ۲۷۰ تنه ټپیان، په سرپل کې ۴ او بغلان کې ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
د یادو ولایتونو ترڅنګ په کندز ولایت کې ۴۱ محصلین د ګڼې ګونې له امله ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې د بدخشان په چوګاني کلي کې هم د وروستۍ زلزلې له امله ۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
له دې وړاندې سرچینو ویلي وو، چې ښایي د قربانیانو شمېر لوړ شي.
د تېرې شپې زلزلې وروسته جاپان، ایران او پاکستان هېوادونو د خپله خواشیني څرګندولو ترڅنګ زلزله ځپلو سره یې خواخوږي شریکه کړي ده.
د یاونې وړ ده چې تېره شپه ناوخته د هېواد شمالي ولایتونه سختې زلزلې ولرزول چې له امله ګڼ شمېر خلکو ته ځاني او مالي زیانونه ورسېدل.